
ایکنانیوز د رهبرۍ د دفتر د اطلاعاتو د برخې له قوله راپور راکوي،د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د نوروز د نیکمرغه اختر د رارسیدا او د نوی لمریز کال په مناسبت په خپل پیغام کې دې ته په اشارې سره چي د نوې کال ورځې د قدر له مبارکو شپو شپو او د امیرالمومنین حضرت علی علیه السلام د شهادت له کلیزې له شپو ورځو سره سمون خوري ، هیله څرګنده کړه، چي د قدر د شپو په برکت سره، د متقیانو مولا د ایران په معزز او قدرمن ولس او په ټولو باندې نظر وکړي.
دوی ۱۴۰۳ لمریز کال د مختلفو او پرله پسې پېښو سره یو ځاي او د ۱۳۶۰ لسیزې سره ورته وباله چي په کښې خلک له زیاتو سختیو او کړاوونو سره مخ شول، معظم رهبر وفرمایل: د سوریې په پلازمینې دمشق کې د یو شمېر ایراني سلاکارانو شهادت، د ایران د ولس د وخت د محبوب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي شهادت، له هغه وروسته په تهران او لبنان کې ترخې پېښې چي په ترڅ کې یې د ایران ولس او اسلامي امت خپل ارزښناک شخصیّتونه له لاسه ورکړل، د دې کال ځیني تراخې پېښې دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ۱۴۰۳ لمریز کال په دوهمه نیمایي کې د اقتصادي ستونزو زیاتوالې او دباونو ته په اشارې سره جوته کړه: د دغو ستونزو په وړاندې، یوه حیرانوونکې او لویه ښکارنده څرګنده شوه، یعني د ایران د ولس معنوي روحیه او د ارادې ځواک او یووالې، چي لومړی یې ځان د ولسمشر په نه شتون کې د هغه د جنازې په پرتمینو مراسمو کې په شعارونو سره څرګند کړ چي وې ښودله دومره لوي مصیبت هم د ایران په ولس کې د کمزورتیا احساس نه شي رامینځته کولای.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د قانون له مخې په ټاکل شوی مهالویش کې د ټاکنو تر سره کېدا او د ولسمشر په ټاکلو او دولت جوړولو سره له مدیریتي تشې او لالهاندی څخه د هیواد ایستل، د ایرانیانو د معنوي ځواک او د لوړې روحیې بله ځلا وبلله او وې ویل: د لبنان او د فلسطین د خلګو له ستونزو سره په پرتله کې، د ایران ولس په حوصلې سره، په لبنان او فلسطین کې خپلو دیني خویندو او وړونو ته د ولسي مرستو لوي او سترې جوپې واستولې.
حضرت ایت الله العظمی خامنه ای د مقاومت له جبهې سره د خلګو مرسته په تېره بیا د ایرانېو مېرمنو له لورې د زر او زېور ډالې کولو حیرانوونکو پېښو او د هیواد په تاریخ کې تل پاتې پيښه وبلله او د ۱۴۰۳ لمریز کال ته په اشارې سره چي د خلګو په ګډون سره د تولید د ودې کال نومول شوې و، وویل: تېر کال کې د حکومت، خلګو او خصوصي سکټور له هلوځلو سربېره د ځینو پېښو له امله د ټاکل شوې شعار موخې بشپړه نه شوې، په دې خاطر د سږ کال شعار هم اقتصاد پورې اړونده دی او پانګونې باندې څار کوي، ځکه چي د تولید وده او د خلګو د اقتصادي ستونزو لیري کېدا، په تولید کې له پانګونې سره تړلې ده.
هغه حضرت یادونه وکړه چي د تولید په وړاندې د خنډونو لیري کول د حکومت او په تولید کې د لویو او وړو پانګو اېښودل د خلګو دنده ده، په دې ډول سره، پانګې به نور د اسعار او زر په لورې لاړې نه شي، په دې برخه کې مرکزي بانک او حکومت کارنده رول لري.
امام خامنه ای د خپلې وېنا په پای کې، په غزې باندې د صهیونیستي رژیم د یرغل بیا پیلېدا، ستر ناورین او جنایت وباله او په ټینګار سره ئې وویل چي دا مساله، د اسلامي امت مساله ده په دې خاطر باید ټوله امت د خپلو اختلافاتو په څنګته کولو سره، په وحدت سره او په یوموټي د دغو جنایاتو په وړاندې ودریږي. همدارنګه د نړۍ پتمن خلګ، منجمله په اروپا او امریکا کې هم باید له دغه خائنانه اقدام او ناورین سره په مبارزې سره، د ماشومانو د بیا وژلې او د خلګو د کورونو او د بې ځایه شویو د وژلو مخنیوي وکړي.
دوی په دې باندې په ټینګار سره چي امریکا د دې ناورین په مسئولیت کې ونډه لري، او د سیاستوالانو له نظره د صهیونیستي رژیم د جنایاتو نوې څپه هم د امریکا په اشارې سره، پیل شوې ده، وویل: د یمن پېښې، په عامو خلکو باندې برید یو بل جنایت دی چي مخه یې باید ونیول شي.
https://iqna.ir/fa/news/4273046